پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) پرته د انتخابی نښه اخستلو هم یو پیژندل شوی سیاسي ګوند دی او د ټاکنو کمیشن سره رجسټرډ دې:د ټاکنو کمیشن
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ټاکنو کمېشن په یو بیان کښې ویلي دي چې پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) پرته د انتخابی نښه اخستلو هم یو پیژندل شوی سیاسي ګوند دی او د ټاکنو کمیشن سره رجسټرډ دې.
د اليکشن کميشن يو وياند دي نيوز ته ويلي د پي ټي آئي رجسټريشن منسوخ نه کړے شو بلکه د راتلونکو ټولټاکنو لپاره صرف انتخابي نشان واپس کړے شو ځکه چي پي ټي آئي د قانون مطابق انټر پارټي الیکشن نه کړے شوے دے۔
کله چې د هغه نه پوښتنه وشوه چې آيا د فرورۍ په اتمه په عامو انتخاباتو کې کامياب شوي آزاد اميدواران به پي ټي ائي کې شامل شي او که نه نو وياند وويل چې دا يوه قانوني پوښتنه ده چې د انتخاباتو په اړه به يې ځواب ورکولای شي، د کميشن قانوني ونگ يې په اړه غور کوي.
ده ووئيل چې قانوني څانګه بايد د پي ټي آئي د انتخابي نښان نه د وتلو قانوني اثرات وڅېړي او وګوري چې ايا كامياب شوي آزاد كانديدان د قامي او صوبايي اسمبلۍ په سيټونو د پي ټي آئي سره يو ځاى كولې شي او كه نه۔
په دې اړه چې د سېنېټ پخوانې چيئرمېن او د آئين كارپوه وسيم سجاد په دې اړه رابطه وكړه نو ويې ويل چې كه څه هم دا مسله د اندېښنې وړ ده خو د ده په خيال پي ټي آئي صرف د انتخابي نشان په اخستلو سره په انتخاباتو كښې د ګډون نه منع كړې شوې ده۔