ایران نړۍوالو څارونکو ته د اټومي څار بشپړه اجازه نۀ ورکوي 

0
167

ایران نړۍوالو څارونکو ته د اټومي څار بشپړه اجازه نۀ ورکوي 

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي په تازه څرګندونو کې ویلي چې ایران یې د څارونکو ډلې ته د څارنې اجازه نه ورکوي او که وضعیت همداسې دوام کوي نو دوی به د ایران پر اټومي فعالتونو د نه څار پرېکړه وکړي.

 

(2021 / 10/ 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران د اټومي پروګرام په برخه کې نړیوالو څارونکو ته په رښتینې مانا اجازه نه ورکوي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي په تازه څرګندونو کې ویلي چې ایران یې د څارونکو ډلې ته د څارنې اجازه نه ورکوي او که وضعیت همداسې دوام کوي نو دوی به د ایران پر اټومي فعالتونو د نه څار پرېکړه وکړي.

دده په خبره ایران تش په نامه دوی ته د څارنې حق ورکړی دی نور هر څه د دوی په واک کې دي چې دا وضعیت د منلو نه دی.

بلخوا ایران بیا وایي هر کله چې امریکا له دوی بندیزونه لرې کړل نو دوی به هم د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د بشپړ څار حق ورکړي.

Leave a reply