پاکستان حکومت افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان د سفر ملاتړ نه کوي: ممتاز زهره

0
206

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ وايي، د پاکستان حکومت افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان د سفر ملاتړ نه کوي.

د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د اوونيز پريس بريفنګ په مهال وئيلي دي چې په اسلام آباد كښې د لومړي ځل لپاره د روغتيا نړيواله سلامتيا كنفرنس ترسره شو٬ په نړيوال صحت سلامتيا كنفرنس كښې د 70 نه زياتو پلاويو ګډون وكړو۔ دغه کنفرانس به نن په اسلام اباد کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیږي.

د غزې د حالاتو په اړه د خبرو په مهال د خارجه دفتر وياند وويل پاکستان د جنوبي افريقې لخوا د اسراييلو د انصاف نړيوال عدالت ته د وړلو قدرداني کوي او مونږ د جنوبي افريقې بشپړ ملاتړ کوو او په غزه کښې د فوري اوربند او د فلسطينيانو د قتل عام د ختمولو غوښتنه کوو.

د خارجه دفتر وياند يو ځل بيا څرګنده كړه چې مونږ د فلسطين لپاره د دوه رياستونو په حل باور لرو، داسې حل چې فلسطين د ۱۹۶۷ نه وړاندې سرحدونه او القدس يې د پلازمېنې په توګه وي.
ممتاز زهرا بلوچ د کشمیر مسلې په اړه وویل چې هند له ۷۰ کلونو راهیسې د کشمیریانو د خپلواکۍ له حقه انکار کوي، هغې د هند د هائی کمشنر اجې بساریا کتاب نه دی لوستی خو د اجی بساریا په اړه یې د رسنیو راپور لیدلی دی. د پلوامه وینا د سیاسي لوبې لپاره جوړه شوې وه، زیاته ی کړه چې د یوه مسلکي ډیپلومات دا ډول څرګندونې د حیرانتیا وړ دي، دا د هند فاشیستي ذهنیت څرګندوي.
کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه افغانستان ته د جمعیت علمای اسلام د پلاوي د سفر په اړه پوښتنه وشوه، نو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې مولانا فضل الرحمان په شخصي توګه افغانستان ته تللی دی، د پاکستان حکومت، افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن د سفر ملاتړ نه کوي. په دې اړه به د ملاقاتونو په اړه تبصره نه کوي، دا یو شخصي دوره ده او مولانا فضل الرحمان به د لیدنې وروسته بریفنګ راکوي.

Leave a reply