لکی مروت کښي د یوی کورنی د 11 غړو د قتل مقدمه درج کړے شوی ده

باغی ټي وي رپورټ
لکی مروت کښي د یوی کورنی د 11 غړو د قتل مقدمه درج کړے شوی ده، د وژل شوی کس تره په مقدمه کښي د وژل شوی خسر نوم هم درج کړی دی.
د پولیس وینا ده چې د خېبرپښتونخوا د لکی مروت ضلعې په تخته خېلو سیمه کې د ۱۱ کسانو د وژنې مقدمه د مقتولې مور خان د تره عمرګل په شکایت درج شوې ده. د وژل شویو کسانو
د پوليس چارواکو وينا ده چي مدعي دريځ خپل کړے دے چي د ملزم مور خان لور په غصه کښي ميک ته راغله کومه چي ملزم معاف کړ، ملزم د معاملې حل کولو په بهانه د ميلمه په توګه راغلو۔ او شپه یې له کورنۍ سره تیره کړه.
عمرګل په مقدمه کښې دريځ خپل کړے دے چې ملزم مدر خان ټولو کسانو ته د نشې خوراک ورکولو ورستو په ډزو وژلې دې۔
د پولیسو په وینا په وژل شویو کې دوه نارینه، دوه ښځې او شپږ ماشومان شامل دي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
دپوليسو دچارواکو دڅرګندونو له مخې: د يوې کورنۍ د ١١ تنو په وژنه کې د لاس لرلو په تور د نومول شوي تورن مور خان د نيولو هڅې روانې دي.






