دخيبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې دوه تندلاري وژل شوي اؤ دوه ځوانان هم په زړورتيا سره په نښته کې شهيدان شوي دي

0
212

باغی ټي وي رپورټ
دخيبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته کې دوه تندلاري وژل شوي اؤ دوه ځوانان هم په زړورتيا سره په نښته کې شهيدان شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له مخې امنیتي ځواکونو په لکی مروت کې د ترهګرو پټنځای په موثره توګه په نښه کړ.

د آئي ايس پي آر ترمخه د ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله کښې دوه عسکر (سپاه محمد افضل او سپاه ابرار حسين) شهيدان شول.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي وژل شوي ترهګر د سکيورټي فورسز په ضد په يو شمير ترهه ګريزو کارروائيو کښي ککړ وو، د دوي نه وسله، بارودي مواد او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي سيمه کښي د ترهه ګرو د له مينځه وړلو لپاره چاڼيز عمليات روان دي۔

آئي اېس پي آر وئيلي دي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه له هېواده د ترهه ګرۍ ختمولو ته ژمن دي، زمونږ د زړورو سرتېرو دا ډول قربانۍ زمونږ عزم مضبوطوي.

Leave a reply