امنیتي ځواکونو په ټانک ضلع کې د یوه مخابرې پر اساس په عملیاتو کې دوه ترهګر وژلي دي

0
170

باغی ټي وي رپورټ
امنیتي ځواکونو په ټانک ضلع کې د یوه مخابرې پر اساس په عملیاتو کې دوه ترهګر وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا، دا عملیات د جنورۍ په څلورمه او پنځمه شپه د ترهګرو د شتون په اړه د معلوماتو پر اساس ترسره شول چې په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو تر منځ د ډزو تبادله وشوه. چې په پایله کې ۲ تنه ترهګر ووژل شول.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي په وژل شوؤ ترهګرو کښې د ګل يوسف عرف ګل يوسف په نوم يو ترهګر نيولے شوي دي کوم چې په ټانک او ډي آئي خان کښې په ترهګريزو بريدونو کښې ککړ او د بې ګناه ولسي وګړو په وژلو او لوټلو کښې هم ککړ وو۔

د آئي ايس پي آر ترمخه د ډير مطلوب ګل يوسف د سر قيمت ٢٥ لاکه روپئ ټاکلي شوي دي ولي د ټانک اوسيدونکو د سکيورټي فورسز لخوا د عملياتو هرکلے کړے دے۔

Leave a reply