کال ۲۰۲۳ د اسلام اباد ښاریانو لپاره ډیر بد وو، د ښار په بېلابېلو برخو، مضافاتو او ریډ زون کې هم ښاریان د ټوپک په زور لوټ کړې شول
باغی ټي وي رپورټ
کال ۲۰۲۳ د وفاقي پلازمېنې د ښاریانو لپاره ډېر دروند ثابت شو، د ښار په بېلابېلو برخو، مضافاتو او ریډ زون کې هم ښاریان د ټوپک په زور لوټ کړې شول.
د اسلام اباد د پوليسو د ريکارډونو له مخې په کال ۲۰۲۳ کې په وفاقي پلازمينه کې د سړکونو د جرمونو په پېښو کې تر ډېره حده زياتوالی راغلی، په ټوله ښار کې حتی په ريډ زون کې هم د ورځې په رڼا کې خلک د ټوپک په زور لوټل شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په اسلام اباد کې په ټولیزه توګه د ۴ زرو نه زیاتې د تشدد پېښې ثبت شوې دي.
د سیف او ماډل سټي په نوم د اسلام اباد په بېلابېلو زونونو کې د غلا ۲۵۲۳، د قتل ۱۷۹ پېښې، د موټر غلا ۷۳۰ پېښې او د موټرسایکل د غلا له ۱۷۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي.
په ښاري حوزه کې ۳۵۴ غلاوې شوې، ۵۸۵ تنه په سدره حوزه کې په واټونو او کوڅو کې او ۶۹۹ په صنعتي حوزه کې غلاوې شوي دي.
د اسلام اباد په سيهان زون کې ۶۹۶ کسان د موټرسايکل سپرو او موټر چلوونکو له خوا د وسلو په زور لوټ شوي او په کليوال زون کې هم تورن کسان د سړک غاړې له ۱۸۹ کسانو څخه د موبايلونو او نغدو پيسو په اخيستو تښتېدلي دي.