اوکراین د روسیې په سرحدي سیمه بیلګورود کې هوايي برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۱۴ کسان ووژل شول

0
177

باغی ټي وي رپورټ
په اوکراین کې د روسیې له برید وروسته اوکراین د روسیې په سرحدي سیمه بیلګورود کې هوايي برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۱۴ کسان ووژل شول.

روسي چارواکو ویلي، اوکرایني ځواکونو د بیلګورد په سرحدي سیمه کې هوايي برید کړی، چې په ترڅ کې یې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۰۸ نور ټپیان شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت وايي، د روسیې ولسمشر ته د بلګورود د برید په اړه خبرداری ورکړل شوی، د بولګورود برید به د منلو وړ نه وي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د رابللو غوښتنه کړې.د امنیت شورا غونډه به نن د روسیې په غوښتنه جوړه شي.

باید وویل شي، چې پرون په اوکراین کې د روسیې په بریدونو کې ۳۹ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان شوي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ویلي، روسیې په کییف، خرکیف، اودیسا، دنیپرو او لویف کې روغتونونه، شاپینګ مالونه او د استوګنې ودانۍ په توغندیو ویشتي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په دې اړه ویلي چې روسیې پر اوکراین له هر ډول وسلو سره چې له ځانه سره لري، برید وکړ چې له امله یې ډېر ځاني او مالي زیانونه واوښتل.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې د روسیې برید ښيي چې له دې سره سره چې له لومړۍ حملې څخه دوه کاله تیریږي، په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر په اهدافو کې بدلون نه دی راغلی او نه غواړي.

Leave a reply