د بلوچستان د بولان ولسوالۍ په مچ سیمه کې د پولیسو مرکز ته څېرمه د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان د بولان ولسوالۍ په مچ سیمه کې د پولیسو مرکز ته څېرمه د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د پوليس ترمخه د مچ په جيل روډ باندې د پوليس سټېشن شاته د دوکانونو سره نزدې په زوره چاؤدنه کې لس کلن بابر او دولس کلن مير احمد وژل شوي دي.
د چاودنې له امله د نږدې ودانیو او کورونو شیشې ماتې شوې او نږدې دوکانونو ته هم یو څه زیان رسېدلی دی.
پوليسو د وژل شويو ماشومانو جسدونه ملکي روغتون ته لېږدولي، چې د پوليسو په وينا، چاودېدونکي توکي د سړک غاړې پر يوه کرولا ډوله ځاى پر ځاى شوي وو.