په قومي اسمبلۍ کې به خامخا واضح اکثریت ترلاسه کړو: خواجه آصف
باغي ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ (ن) مشر خواجه اصف وايي، دوی په دوه پر درېیمه اکثریت سره د ټاکنو د ګټلو خبره نه کوي، خو په قومي اسمبلۍ کې به خامخا واضح اکثریت ترلاسه کوي.
لاهور په ماډل ټاون کې ميډيا سره خبرو کې خواجه اصف وويل په خلکو کې دخوښۍ فضا ده، داسې حکومت جوړ کړل شي چې پکې قومي اتفاق موجود وي.
هغه وويل، چې په ټاکنو کې د يو بل پر ضد څرګندونې کومه نوې خبره نه ده، خلک له ټاکنو وروسته دغه څرګندونې هېروي، سياسي سيالان هم ترخې څرګندونې هېروي او متحدين کېږي.ياده دې وي چې د قامي اسمبلۍ حلقه اين اے 130 نه د مسلم ليګ (ن) د مشر نواز شريف د نامزدګۍ کاغذونه منظور شوې دې۔
د مسلم ليګ (ن) مشر بلال ياسين د پارټۍ مشر نواز شريف اين اے 130 نه د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي وو کوم چې منظور کړې شوي دي۔