د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) مشر خورشيد شاه وايي، د مسلم ليګ (ن) له امله پيپلز ګوند ته په پنجاب کې ستر زيان اوښتی دی

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) مشر خورشيد شاه وايي، د مسلم ليګ (ن) له امله پيپلز ګوند ته په پنجاب کې ستر زيان اوښتی دی. دا مهال مسلم لیگ (ن) خپل کسان په نگران حکومت کې ځای پر ځای کړي دي.
شخصي ټي وي سره د مرکې په مهال خورشيد شاه وويل پيپلز پارټي عوامي پارټي ده، په ښکاره خبرې کوي، مسلم ليگ (ج) سره زمونږ کوم غټ اختلاف نشته، مونږ چې څه وايو هغه به په ګډه کار کول وي. مونږ سره به روان یو، هر چیرې چې مشکلات راغلل، پیپلز پارټۍ ولاړ دی.
د پي پي مشر وويل هر سياسي ګوند ته پکار ده چې په ټاکنو کې برخه واخلي. که د کوم ګوند مشر په کومه مسله کې ښکېل وي نو باید په ټاکنو کې برخه وانخلي. د دې ګوند د نورو کسانو ګناه څه ده، دوی ته باید چانس ورکړل شي، داسې هم شوي چې د خلکو ګوند په ټاکنو کې د ګډون لپاره لاره پیدا نه کړه.
خورشيد شاه وويل پيپلز پارټۍ هيڅکله دانتخاباتو ځنډولو خبره نۀ ده کړې. مونږ په نگران حکومت نه شو چلولی، زمونږ او د مسلم لیګ نون په نظریه او سیاست کې د ورځې او شپې فرق دی، مونږ ته پکار ده چې د ملک لپاره په ګډه تصمیمونه ونیسو، د هیواد پریکړې باید پارلمان وکړي.
د پي ټي آئي مشر دا هم وئيلي دي چې سرفراز بګټي د پيپلز پارټۍ غړې دې ولې په نگران حکومت کښې نه وو۔ په نگران حکومت کښې د پيپلز پارټۍ هيڅ ټکټ هولډر نشته.
هغه وويل، چې د کاغذونو د لوټلو پېښې بايد رامنځته نه شي، د ټاکنو په اړه به د پوښتنې نښه وي، دا د قضايي قوې دنده ده، چې څنګه عادلانه او رڼې ټاکنې ترسره کړي، هر هغه سياسي ګوند چې مشري ولري، بايد ونه وېرېږي.






