د اليکشن کميشن په حکم آئي جي اسلام آباد اکبر ناصر خان او ډپټي کمشنر عرفان نواز ميمن لرې کړے شوي دي۔

باغی ټي وي رپورټ
د اليکشن کميشن په حکم د آئي جي اسلام آباد اکبر ناصر خان او ډپټي کمشنر عرفان نواز ميمن لرې کړے شوي دي۔
اليکشن کميشن د سياسي ګوندونو د شکايتونو له وجې د اسلام آباد آئي جي او ډي سي اسلام آباد دواړو د خپلو عهدو نه د لرې کولو حکم ورکړے وو او د دسمبر په ٢٦ نيټه بللي شوي وو۔
اوس د سیٹلمینټ ډویژن لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي چې آئي جی اسلام آباد اکبر ناصر خان او ډپټي کمشنر اسلام آباد عرفان نواز میمن د خپلو دندو نه لرې کړی شوي دي.
د نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د سکرتر خرم اغا لخوا د اسټيبلشمنټ ډويژن سيکرټري ته ليکل شوي خط کښې وئيلي شوي دي چې اسټيبلشمنټ ډويژن دې د آئي جي او ډي سي اسلام آباد د بدلولو لپاره د افسرانو يو پینل تجويز کړي۔
اليکشن کميشن د ډپټي کمشنر او آئي جي اسلام آباد د بدلولو هدايات کړي دي، نگران وزيراعظم د احد چيمه د لرې کولو سمري صدر عارف علوي ته هم استولې ده.
د کابينې ډويژن د سمري له مخې اليکشن کميشن د احد چيمه د څوکۍ نه د لرې کولو فيصله کړې وه.





