د تحریک انصاف مشر او د پنجاب پخوانی اعلی وزیر پرویز الهي د زړه د تکلیف له امله له زندان څخه روغتون ته لېږدول شوی دی

0
137

باغي ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: د تحریک انصاف مشر او د پنجاب پخوانی اعلی وزیر پرویز الهي د زړه د تکلیف له امله له زندان څخه روغتون ته لېږدول شوی دی.

د جیل ذرائعو ترمخه پرویز الٰهي د زړه د تکلیف له وجې د راولپنډۍ انسټیټیوټ آف کارډیالوجی ته منتقل کړی شوی دی.
سرچينې زياته کړې چې چوهدري پروېز الهي له تېرې شپې راهيسې د زړه له درده شکايت درلود او د زندان په روغتون کې يې طبي معاينه هم شوې ده.

د جيل سرچينې وايي، پروېز الهي هم د سينې په ناروغۍ اخته شوى، چې په روغتون کې يې لازمې معاينات کېږي.

Leave a reply