دا خبره په ډاګه شوې چې د چوهدري کورنۍ د شوګر ملونه د شوګر په ذخيره کولو او مني لانډرنګ کې لاس لري

0
187

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: دا خبره په ډاګه شوې چې د چوهدري کورنۍ د شوګر ملونه د شوګر په ذخيره کولو او مني لانډرنګ کې لاس لري.

دسرچينو ترمخه فيډرل بورډ اف ريونيو (اېف بي آر) د ټېکسونو د خورولو دپاره د چوهدري شوگر ملز د RYK شوگر ملز لاهور په دفتر چاپه وهلې ده.

سرچينې وائي چې ايف بي آر د مونس الهي او پرويز الاهي د کورنۍ سره تعلق لرونکي د شوگر ملونو اليکټرانک آلات او ريکارډ قبضه کړي دي.

سرچينې وايي، له دې وړاندې هم پر شوګر ملونو د پيسو مينځلو او د ماليې د اختلاس تورونه لګول شوي وو، خو پروېز الهي او د هغه پر کورنۍ د هېواد او خلکو له ګټو سره د لوبې کولو تورونه ولګول شول.

ډي وي سي ايچ د پي ټي آئي صدر چوهدري پروېز الهي د کرپشن په مختلفو مقدمو کښې ګرفتار کړے دے او د مونس الهي د ضمانت نه قبلولو وارنټ هم جاري کړے دے۔ پوښ، ګامونه هم اخیستل کیږي.

Leave a reply