د پي ټي آئي باني چيئرمېن تر اوسه بري نه دې شوے نو هغه به به انتخاباتو کښې برخه وانخلي: عطا تارړ

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي باني چيئرمېن تر اوسه بري نه دې شوے نو هغه به به انتخاباتو کښې برخه وانخلي
د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر عطا تارڑ وئيلي دي چې د پي ټي آئي باني چيئرمېن تر اوسه بري نه دے شوے نو هغه انتخابات نه شي کولې۔
په لاهور کې عطا تارړ د ملک احمد خان سره د ميډيا سره خبرې کړي دي.عطا تارړ وویل، د ټاکنو کمیسیون په بشپړه توګه بې طرفه دی، چې ټولو سیاسي ګوندونو ته یې بلنه ورکړې او لیست یې کړی.
د مسلم ليګ نون مشر دا هم وويل چې پي ټي آئي انټرا پارټيز انتخابات په سمه توګه نه دي کړي او ټول شکايتونه اليکشن کميشن ته دي مونږ په اليکشن کميشن پوره باور لرو۔
عطا تارړ وويل چې اساسي قانون اليکشن کميشن ته دانتخاباتو دترسره کولو واک ورکوي، په اډياله جېل کې تورن کسان به دخپلو جرمونو نتيجه ګزاري.
ملک احمد خان وويل دانتخاباتو متنازع کول غلط دي، کله چې سياسي گوندونه اعتراض نه لري نو بل څوک ولې اعتراض کوي؟ خلک باید پریکړه وکړي.
ده ووئيل چې د پي ټي آئي د بهرنۍ فنډنګ مقدمه له څو كلونو راهسې په اليكشن كمېشن كښې روانه ده نو ايا مونږ يې خلاف خبرې وكړو؟






