سيکورټي ادارو يوه هفته وړاندي ډيره اسماعيل خان کښي د سکيورټي فورسز په کمپاؤنډ باندي شوي حملي د طريقه کار او اووه سهولت کارانو په شمول نهه ترهګر نيولي دي۔

0
134

باغی تي وي رپورټ
سيکورټي ادارو يوه هفته وړاندي ډيره اسماعيل خان کښي د سکيورټي فورسز په کمپاؤنډ باندي شوي حملي د طريقه کار او اووه سهولت کارانو په شمول نهه ترهګر نيولي دي۔

جيو نيوز ته د ترلاسه شوو اسنادو له مخې د ترهگرۍ بريد کې ککړ د ډيره اسماعيل خان د درابان سيمې سره تعلق لري په داسې حال کې چې په بريد کې ککړ شپږ ترهگر افغانستان سره تعلق لري.

د اسنادو له مخې په ډېره اسماعيل خان کې ځانمرګی بريد کوونکي حسن عرف شاکر د افغانستان سره تعلق لري، چې د بريد نه وړاندې يې يوه ويډيو هم جاري کړې وه، په دغه بريد کې وژل شوی بل ځانمرګی بريدګر صفت الله مروت تعلق د افغانستان اسلامي څخه دې.

جیو نیوز ته د ځانمرګي بریدګر صفت الله شناختي کارډ، د استوګنې اسناد او نور اسناد هم ترلاسه شوي دي، په داسې حال کې چې د ځانمرګي بریدګر صفت الله پلار هم د خپل زوی د اسلامي امارت سره د تړاو پخلی کړی دی.

د اسنادو له مخې په دغه برید کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ګنډاپور ډلې ۵ ترهګر هم شامل وو.

د ترلاسه شویو اسنادو له مخې له ترهګرو څخه د امریکا جوړې شوې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

ياده دې وي چې په ډېره اسماعيل خان بريد کې ٢٢ افسران شهيدان او ٢٩ نور ژوبل شوي وو، په دغه بريد کې د دوو ځانمرګو بريدګرو په ګډون دوه نور ترهګر هم وژل شوي وو.

Leave a reply