د غزې په پټۍ کې د حماس د پوځي څانګې د غچ اخیستونکو عملیاتو په ترڅ کې د تونل ته د ننوتو په مهال په اسراییلي سرتیرو برید کې ۵ تنه اسراییلي سرتیري وژل شوي

باغي ټي وي رپورټ
د غزې په پټۍ کې د حماس د پوځي څانګې د غچ اخیستونکو عملیاتو په ترڅ کې د تونل ته د ننوتو په مهال په اسراییلي سرتیرو برید کې ۵ تنه اسراییلي سرتیري وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د القسام کنډکونو په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د اسرائیلو ۴۱ پوځي ګاډي ویجاړ کړي او د اسرائیلي پوځ اکمالاتي لیکې او ټانکونه یې ویجاړ کړي، چې په دې سره په ځمکنیو عملیاتو کې د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۱۳۸ ته ورسېد.
له بلې خوا د غزې په تړانګه د اسرائيلي پوځ وحشیانه حملې کمې نه شي، د سرې میاشتې په مرکز خان یونس او د دغه ښار په مربوطاتو کښې د بې کوره شویو فلسطینیانو د پناهځایونو په بمبارۍ کښې له ۶۰ زیات فلسطینیان شهیدان او په سلګونو نور ژوبل شول. جبالیه. په غزه کې مخابراتي او انټرنیټي خدمات یو ځل بیا بند شول.
اسرائیلي ځواکونو په رفح ښار کې د استوګنې پر یوه سیمه هم برید کړی، چې د عربي رسنیو له لوري د ژوندي پوښښ پرمهال ثبت شوی دی. په رفح کې د اسرائیلي پوځیانو په برید کې ۵ تنه شهیدان شوي، ګڼ نور ټپیان شوي، په رفح برید کې یو جومات هم شهید شوی او د استوګنې یوه ودانۍ هم ویجاړه شوې ده.
په غزه کې د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر له ۲۰ زرو واوښت. په شهیدانو کې تر نیمايي زیات یوازې ماشومان او ښځې دي.
له بلې خوا مالیزیا په خپلو بندرونو کې د اسراییلي کښتیو په لنگر کولو بندیز لګولی، په داسې حال کې چې د حوثیانو مشر وايي، که امریکا زموږ پر وړاندې د جګړې احمقانه عمل وکړي، چوپه خوله پاتې نه شي، د امریکا پر ګټو به په توغندیو بریدونه وکړي او نور بریدونه به وکړي.






