دپيښور او جمرود په سنګم سيمه کې ديو نامعلوم ځوان مړى موندل شوى دى.د پيښور او جمرود پوليس ترمينځ د حدبندۍ په سر شخړه شوې ده

0
197

باغي ټي وي رپورټ
دپيښور جمرود په جنکشن سيمه کې ديو نامعلوم ځوان مړى موندل شوى دى.د پيښور او جمرود پوليس ترمينځ د حدبندۍ په سر شخړه شوې ده.
د لومړنیو راپورونو له مخې د ریګي للمې او غریزې په جنکشن کې د یوه ځوان مړی موندل شوی، چې وروسته د پېښور او جمرود پولیسو ترمنځ د سرحدونو د ټاکلو پر سر شخړه راپورته شوه.
دسرچينو ترمخه دپيښور پوليس دريځ خپل کړى چې زمونږ په حدودو کې يې مړى نۀ دى موندل شوى په داسې حال کې چې جمرود پوليس دريځ خپل کړى چې دغه مړى دپيښور په حدودو کې پرته سيمه کې موندل شوى دى.
د ځايي خلکو په وينا، د دې وېره شته چې د جمرود پوليسو او پیښو پولیسو تر منځ د شخړې له امله مړى خراب شی ، نو بايد ژر تر ژره روغتون ته يوړل شي.

Comments are closed.