پاکستان کې به د ازادو او عادلانه ټاکنو ملاتړ ته دوام ورکړو: امریکا

0
142

باغی ټي وي رپورټ
امریکا ویلي، چې له پاکستان سره د سیمه ییزو امنیتي او دفاعي همکاریو په برخه کې همکارۍ ته سترګې په لاره دی او په پاکستان کې به د ازادو او عادلانه ټاکنو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې موږ د پاکستان د سیاسي ګوندونو په اړه هیڅ دریځ نه لرو، موږ له ټولو هغو سیاسي مشرانو سره خبرې کوو چې د پاکستان د خلکو له خوا ټاکل شوي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، پاکستان د امریکا لوی غیر ناټو متحد او د ناټو متحد دی، له پاکستان سره د سیمه ییز امنیت او دفاعي همکاریو په برخه کې همکارۍ ته سترګې په لار دی.ده ووئيل په پاكستان كښې د آزادو او منصفانه ټاكنو ملاتړ ته به دوام وركړي او په دې لړ كښې دوه اړخيزه خبرې اترې دوام لري۔

د دې تر څنګ میټیو میلر ویلي چې د پاکستان د پوځ مشر د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت، پنټاګون په ګډون له نورو چارواکو سره د لیدو لپاره واشنګټن ته تللی دی.

Leave a reply