د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر احسن اقبال وئيلي دي چې د ټول قام سترګې انتخاباتو ته دي او د پي ټي آئي لخوا د آر اوز تقرر معطل کول د جمهوريت خلاف سازش دے

0
39

باغی ټي وي ربورټ
د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر احسن اقبال وئيلي دي چې د ټول قام سترګې انتخاباتو ته دي او د پي ټي آئي لخوا د آر اوز تقرر معطل کول د جمهوريت خلاف سازش دے

د پارټۍ د پارليماني غونډې وروستو ميډيا سره خبرو کښې احسن اقبال وويل چې د پي ټي آئي باني بهر کښې هم د ګډوډۍ کوشش کوي او اوس په جيل کښې دے او د انتخاباتو د سبوتاژ کولو کوشش کوي۔
ده ووئيل چې د پي ټي آئي 90 فيصده پخواني ايم اين ايز او ايم اين ايز وتلي دي خو د (ن) ليګ خلقو په بدو حالاتو كښې هم نه پريږدي۔

احسن اقبال وئيلي دي چې پي ټي ائي پخوا په دوه صوبو کې حکومتونه ړنگولو سره په جمهوريت ځانمرگي بريد کړى خو ناکامه شوي دي هغوي به دانتخاباتو څخه تيښتې ته نۀ پريږدي.

د ليګ مشر زياته کړه چې اليکشن کميشنر دې د انتخاباتو ترسره کولو لپاره ضروري ګامونه پورته کړي، د انتخاباتو عمل دې په خپل وخت وشي ځکه چې پي ټي ائي يو ځل بيا د خپلې سياسي ايجنډا د پوره کولو لپاره د عدليې اوږه په اوږه کار کوي.

Leave a reply