د متحده ایالاتو د مذهبي پینل غوښتنه کړې چې هند د اقلیتونو په نښه کولو لپاره د اندیښنې وړ هیواد په توګه اعلان کړي

0
151

باغی ټي وي ربورټ
د متحده ایالاتو د مذهبي ازادۍ پینل غوښتنه وکړه چې د بایډن اداره دې د مودي حکومت لخوا د مذهبي لږکیو په نښه کولو پیښو په اړه هند د اندیښنې وړ هیواد اعلان کړي.

د امریکا مذهبي پینل وايي، هند هڅه کوي چې په بهر کې د فعالانو، ژورنالیستانو او وکیلانو خاموشه کړي او د هند د حکومت وروستۍ هڅې مذهبي ازادۍ ته جدي ګواښ پېښوي.

د متحده ایالاتو راپور وايي چې په بهر کې میشتو لږکیو پروړاندې د مودي حکومت د ډارولو تاکتیکونه له پامه غورځول کیدی نشي.

په راپور کې ویل شوي چې په کاناډا کې د هردیپ سینګ ناګار وژنه خورا خواشینوونکې ده، په داسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د خالصتان غورځنګ د فعال مشر د وژلو لپاره د هند دسیسه ډیره خواشینونکې ده.

د متحده ایالاتو مذهبي پینل له جو بایډن څخه وغوښتل چې هند د اقلیتونو په نښه کولو لپاره د اندیښنې وړ هیواد اعلان کړي.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې امريکايي چارواکو هم د ګورپونت سينګ د وژنې په سازش کې د هند د همکارۍ غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو هم د مودي له حکومته غوښتي وو چې د هند حکومت دې په قتل کې د ښکېلو هندي چارواکو پر ضد اقدام وکړي.

Leave a reply