د خيبر پښتونخوا پخواني ګورنر سردار مهتاب عباسي له مسلم ليګ (ن) سره خپله څلوېښت کلنه اړيکه ختمه کړه.

باغی ټي وي ربورټ
راولپنډۍ: د خيبر پښتونخوا پخواني ګورنر سردار مهتاب عباسي له مسلم ليګ (ن) سره خپله څلوېښت کلنه اړيکه ختمه کړه.
سردار مهتاب عباسي له ډېرې مودې راهیسې د مسلم لیګ (ن) د مشرتابه په اړه اندېښمن و او د روان کال په فبرورۍ میاشت کې یې د مسلم لیګ (ن) د مرکزي نائب صدر له څوکۍ استعفا ورکړه.
سردار مهتاب خان عباسي اعلان وکړ چې راتلونکې ټاکنې به د خپلواک په توګه کوي او وايي چې نن سبا خلک وايي چې موږ باید بل څوک وګټو.
هغه وويل چې ټول بايد سره کښېني او د انتقام عمل دې ودرول شي، زما له نواز شريف سره اصولي اختلافات دي، زما له مريم نواز سره هيڅ اختلاف نشته خو په سياسي ګوندونو کې بايد جمهوريت وي.
د خېبرپښتونخوا پخواني ګورنر وويل په خېبرپښتونخوا کې د مسلم ليګ نون جوړښت په مکمله توګه تباه شوی، مسلم ليگ ن اوس يواځې په پنجاب پورې محدوده ده.






