د هند مودي د حکومت لخوا د مطبوعاتو پر ازادۍ یو بل برید، د مودی په ضد خبرونو د چاپولو پس قضیه درج شوې

0
150

باغی ټي وي رپورټ
د مطبوعاتو پر ازادۍ په یوه بل برید کې، د مودي حکومت د هندي مجلې سمانا اجرایوي مدیر سنجې راوت پر ضد د مودي په وړاندې د خبرونو خپرولو په تور قضیه درج کړه.

سنجې راوت، د بهارتي مجلې اجرایوي مدیر، پرون د مودي حکومت په پالیسیو نیوکه وکړه.

سنجي راوت د بریښنایی رایې ورکولو ماشینونو له لارې د مودي حکومت د ټاکنو پروسه مشکوکه وبلله او ویې ویل چې بی جے پی د دې رایی ورکولو ماشین له لارې درغلۍ له لارې د مدیا پردیش 2018 ټاکنې ګټلې وې.

سنجې د هند د جزا قانون د 153، A 505 2 او 124 A د مادې لاندې د مهاراشترا په یوه پولیس سټیشن کې ثبت شوی.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې هم د مودي ضد مستند فلم د خپریدو په خاطر د برتانوي نشراتي ادارې بي بي سي دفترونه چاپه ووهل شول، په داسې حال کې چې د روان کال په مارچ میاشت کې په پارلمان کې د کانګرس د مشر راهول ګاندي غړیتوب هم په مودي د نیوکې له امله وځنډول شو.

پرون واشنګټن پوسټ هم هغه سازمانونه افشا کړل چې د مودي حکومت د ځان د ودې لپاره پټ عملیات ترسره کوي.

Leave a reply