په خیبر پښتونخوا کښې د بلدیاتي ټاکنو شیډول جاري شو

باغي ټي وي رپورټ
په خېبر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونو اعلان به نن وشي. په رسنیو کښې چاپ شوي راپورونو مطابق د بلدياتي انتخاباتو لپاره به د نومبر له څلورمې نه تر اتمې نېټې پورې د نامزدګۍ کاغذونه جمع کولې شي چې د نومبر تر ٢٢مې نېټې پورې به واخېستل شي.
د رپورټ مطابق د اليکشن کميشن لخوا به د نومبر په 23مه نيټه امیدوارانو ته انتخابي نښې جاري كولې شي۔ په لومړي پړاو کې به د صوبې په ۱۷ ضلعو کې د دسمبر په ۱۹نیټه د بلدياتي ادارو انتخابات کېږي.
د حکومتي اعلان او مراسله مطابق به په بونير، باجوړ، مردان، صوابۍ، پېښور، نوشهره، کوهاټ، کرک، ډي آئي خان، بنو، ټانک، هري پور، خيبر، مهمند، چارسده، هنګو او لکی مروت کښې بلدیاتي ټاکني ترسره شي.
یاده دې وی چې په قبایلي سیمو کښې ددې ټاکنو په ضد فاټا قامي جرګې په نامه د مشرانو یوې جرګې اعلان کړې دې چې په قبایلي علاقو کښې به دا ټاکنې په عدالت کښې چیلنج کړي، د فاټا قامي جرګې غړو وینا ده چې په قبایلي سیمو کښې د بلدیاتي نظام لپاره هیڅ کوم انتظام او ودانې نشته نو په دې سیمو کښې ددې ټاکنو تابیا کول به ګټور نه وي.






