په اسلام اباد کې پر ځوانې رضوانه د بې رحمانه تشدد په قضیه کې د سې شنبې په ورځ هم د سول جج عاصم حفیظ مېرمنې سومیا عاصم فرد جرم نه دی لګولی.

0
42

باغی ټي وي رپورټ
په اسلام اباد کې پر ځوانې رضوانه د بې رحمانه تشدد په قضیه کې د سې شنبې په ورځ هم د سول جج عاصم حفیظ مېرمنې سومیا عاصم فرد جرم نه دی لګولی.

تورن سومیا د بس ټرمینل د سي سي ټي وي ریکارډونه او د رضوان د کورنۍ د کال ډیټا ریکارډونه غوښتي دي.

د تاوتریخوالی د قرباني شوې رضوانې وکیل ویلي چې د سومیا دواړه غوښتنلیکونه د تورونو د پروسې د مخنیوي لپاره د ځنډولو تاکتیک دی.
عدالت د ملزمانو په درخواستونو دلائلو لپاره سماعت تر 19م دسمبر پورې وځنډولې۔

ياده دې وي چې د لاهور هائي کورټ رجسټرار د رضوانې تشدد کيس کښې د سيشن جج راولپنډۍ ته حکم کړے دے چې د سول جج عاصم حفيظ د لور د تشدد په اړه دې پلټنې وکړي.

وروستو د راولپنډۍ سيشن جج د لاهور هائي کورټ رجسټرار په حکم د رضوانې تشدد کيس کښې د سول جج په ضد د لګيدلو تورونو ريکارډ طلب کړی دی.

ياده دې وي چې د روان کال په جولايي مياشت کې د اسلام اباد د سول جج عاصم حفيظ په کور کې پر يوې ځوانې نجلۍ رضوانه د تشدد کيسه مخې ته راغلې وه، چې د رضوانې پر ټول بدن د شکنجې نښې وې. د سر په زخمونو کې زخمونه.

Leave a reply