پر غزې د اسرائیلي یرغل په ۶۳مه ورځ هم دوام لري او د شهیدانو شمېر ۱۷۵۰۰ ته رسېدلی دی

0
142

باغی ټي وي رپورټ
پر غزې د اسرائیلي یرغل په ۶۳مه ورځ هم دوام لري او د شهیدانو شمېر ۱۷۵۰۰ ته رسېدلی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې ۱۷۴۸۷ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شویو کې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په عملیاتو کې په ټولیزه توګه ۳۱۰ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د بیان له مخې د اسرائیلو په عملیاتو کښې د ژوبل شویو کسانو شمېر ۴۶ زره ۴۸۰ ته رسېدلی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې لا هم د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې څو کسان ښخ دي.

د بیان له مخې د غزې په جنوبي سیمو کې د ناروغانو د درملنې ځای ختم شوی او اوس په روغتونونو کې بسترونه نشته.بیان زیاتوي چې طبي ټیمونه له ستونزو سره مخ دي او نړیوال سازمانونه باید د غزې د طبي سکتور په بیا رغولو کې مرسته وکړي.

Leave a reply