د لاهور هائي کورټ د پي ټي آئي پخواني چيئرمين عمران خان د پنځه کالو لپاره نااهلي کولو په ضد درخواست پنځه کسيزه بينچ ته ليږلي دي

0
192

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ د پي ټي آئي پخواني چيئرمين عمران خان د پنځه کالو لپاره نااهلي کولو په ضد درخواست پنځه کسيزه بينچ ته ليږلي دي۔

د لاهور هائي کورټ جسټس شجاعت علي د پي ټي آئي پخواني چيئرمېن عمران خان د پنځو کالو لپاره د نااهلۍ په ضد د درخواست اورېدنه په چيمبر کې وکړه چې پکې د عمران خان لخوا علي ظفر او سمير کهوسه حاضر شول.

دعمران خان په درخواست کې استدلال شوى چې اليکشن کميشن هغه په ​​8م اگست 2023 د پينځوؤ کالو لپاره نااهل کړى دى، درخواست کوونکي ته دانتخاباتو څخه بهر کولو غيرقانوني اقدام شوى دى.
په درخواست کې وئيل شوي دي چې دانتخاباتو نيټه د سترې محکمې په حکم اعلان شوې ده، په درخواست کوونکي لګول شوي تورونه بې اساسه دي، عدالت دې دانتخاباتو کميشن 5 کلنه نااهلۍ او نوټيفيکيشن لغوه کړي. د عریضې تر وروستۍ پریکړې پورې نا اهلي وځنډول شي.

د عدالت پخواني چيئرمين د پي ټي آئي درخواست پنځه کسيزه لوي بينچ ته حواله کړے دے۔

Leave a reply