په دسمبر کښې د فبرورۍ په نسبت ساړه زیات وي نو انتخابات به په اتم فبرورۍ کيږي: مرتضی سولنګي
باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: د اطلاعاتو نگران وزير مرتضیٰ سولنګي وئيلي دي چې مولانا فضل الرحمان پخوا د سړېدو خبره کوله، په دسمبر کښې هم انتخابات شوي دي او په دسمبر کښې د فبرورۍ په نسبت سړه زیات وي نو انتخابات په اتم فبرورۍ کيږي.
د جیو نیوز پروګرام جیو پاکستان کې د خبرو پر مهال مرتضی سولنګي ویلي، چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د قانون او نظم ستونزې شته، خو په هېواد کې حالات خراب شوي او انتخابات ترسره شوي دي.
ده ووئيل مولانا فضل الرحمان پخوا د ساړه خبره كوله، په دسمبر كښې هم انتخابات شوي دي، په دسمبر کښې د فبرورۍ نه ساړه زیات وي، انتخابات په اتم فبروري كېږي، په دې اړه بل نظر نشته۔