د محکمې په حکم د پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري نوم د پاسپورټ د کنټرول له لیست څخه وایستل شو

0
79

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د محکمې په حکم د پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري نوم د پاسپورټ د کنټرول له لیست څخه وایستل شو.

د مهاجرینو او پاسپورت عمومي ریاست د پاسپورت د کنترول له لیست څخه د شیرین مزاري د نوم د ایستلو لپاره یو یادداشت صادر کړ.د اسلام اباد هائي کورټ د عدالت په فيصله عمل درآمد په اړه خبر ورکړے شوے او د هائي کورټ ډپټي رجسټرار جوډيشل ته د تعميل رپورټ هم جمع کړے شوے دے۔

ياده دي وي چي د اسلام آباد هائي کورټ جسټس طارق محمود جهانګيري دا فيصله وروسته له هغه جاري کړه چي د شيرين مزاري نوم د پاسپورټ کنټرول ليسټ نه وويستل شو۔

عدالت د پي سي ايل نه د شيرين مزاري نوم ويستلو او عدالت ته د تعميل رپورټ جمع کولو هدايات کړي وو۔

Leave a reply