امریکايي الوتکو د ایران پر خاوره هرمز تنګي باندې ګزمه کړې ده 

0
184

امریکايي الوتکو د ایران پر خاوره هرمز تنګي باندې ګزمه کړې ده 

د راپورونو له مخې د امریکا سترو او پیاوړو بم غورځوونکو الوتکو د سیمې د ځينې هېوادونو د جنګي الوتکو په بدرګه د ایران په شاوخوا سیمو او هرمز تنګي کې هوايي مانورونه ترسره کړي.

 

(2021 /  11 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا ایران ته د خبرداري په موخه ددغه هېواد په شاوخوا کې د هوايي ځواک مانورونه ترسره کړي دي.

د راپورونو له مخې د امریکا سترو او پیاوړو بم غورځوونکو الوتکو د سیمې د ځينې هېوادونو د جنګي الوتکو په بدرګه د ایران په شاوخوا سیمو او هرمز تنګي کې هوايي مانورونه ترسره کړي.

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مکینزي بیا په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له دې کار یې موخه ایران ته د پيغام رسول و.

دده په خبره تر ټولو قوي بم غورځوونکو الوتکو یې په دې مانور کې ونډه اخیستې او دا په دې مانا ده چې دوی د ایران پر وړاندې په هر اقدام لاس پورې کولی شي.

ایران تر اوسه پۀ دې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.

Leave a reply