پاک افغان پوله تورخم د هر قسم ټریفک لپاره خلاصه شوه

0
180

نصیب شاه شینواري
نن پاک افغان پوله تورخم هغه وخت وتړل شوه چې د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ یوه شخړه را اوچته شوه، د سرچینو ترمخه پاکستاني بارډر اهلکارو غوښتل چې په پوله د :خوش آمدید پاکستان: Welcome to Pakistan بورډ نصب کړي چې د بورډ په نصب کولو افغان چارواکو اعتراض وکړو او ددې شخړې له امله پوله د هرقسم ټریفک لپاره وتړل شوه، د بارډر سرچینې وایی په پوله د دواړه لوري خبرې اترې وشوې او پوله تر ۱۲ ساعته،ګهنټې وروسته د هرقسم ټریفک پر مخ خلاصه شوه.

په دواړه لوري اولس د ګاونډي هیوادونو څخه غوښتنه کړې چې په خبرو اترو دې د دواړو حکومتونو ترمینځ ستونزې هوارې کړي او اولس ته دې په بارډر بندولو تکلیف نه رسوي، اولس وایی چې د دواړو هیوادونو اولس او حکومتونو اقتصاد هم خراب دې او بارډر تړلو سره په اقتصاد نور هم بد اثر غورځیږي.

Leave a reply