افغانستان کرکټ ټیم نمیبیا ته ماتې ورکړه

0
108

باغي ټي وي رپورټ
په متحده عرب امارات کښې جاری په شل اووریز کرکټ جام کښې نن د افغانستان ټیم د نمیبیا ته ماتې ورکړه.

افغانستان ټاس وګټل او په شل اوورونو کښې ی د ۵ ویکټو په سوځیدلو ۱۶۰ منډې جوړې کړي او نمیبیا لوبډلې ته ی د ۱۶۱ منډو هدف ورکړو، محمد شهزاد ۴۵ او حضرت الله ځاځي ۳۳ منډی جوړې کړې.
د ۱۶۱ هدف په سر کولو کښې نمیبیا توپ وهونکي ناکام شو او په ۲۰ اوورونو کښې ی صرف ۹۸ منډی جوړې کړی او ۹ لوبغاړی ی وسوځیدل او دغه شان د افغانستان کرکټ لوبډلې دا میچ په لوی توپیر د نمیبیا ټیم نه وګټل .
یاده دې وی چې د افغانستان کرکټ ټیم د سکاټ لینډ ټیم نه هم لوبه په ډیر لوی توپیر ۱۳۰ منډو ګټلې وه خو پاکستان افغانستان ته په نړیول شل اووریز جام کښې ماتې ورکړې ده.
د افغانستان اسلامی امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان ملي لوبډلې ته په بریا مبارکي ورکړې او ویلی ی دې چې د افغانستان ټیم د افغانستان اتلان دي او ټول افغان اولس د افغانستان په لوبډله فخر کوي.


…………………………………………………………………………………..

Leave a reply