له اووه ورځني موقت اوربند وروسته اسرائیلو بیا پر غزې د بمباریو تر څنګ په سیمه کې د جګړې د پراخولو هڅې پیل کړې او د سوریې پر پلازمینې دمشق او د لبنان پر پولو یې هم بریدونه کړي دي

باغي ټي وي رپورټ
له اووه ورځني موقت اوربند وروسته اسرائیلو بیا پر غزې د بمباریو تر څنګ په سیمه کې د جګړې د پراخولو هڅې پیل کړې او د سوریې پر پلازمینې دمشق او د لبنان پر پولو یې هم بریدونه کړي دي.
روسیې د سوریې پر خاوره د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې ویلي، پر دمشق د اسرائیلو برید د سوریې له ملي حاکمیت څخه سرغړونه او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
د اسراییلو په برید کې درې تنه لبنانیان شهیدان شول
د لبنان پوله هم د اسرائیلي ځواکونو له خوا په نښه شوه چې له امله یې ۳ لبنانیان شهیدان شول، د اسرائیلي بریدونو په ځواب کې حزب الله هم په یوه ساعت کې پر اسرائیلو ۵ بریدونه وکړل.
د اوربند په پای ته رسیدو سره پر غزه د اسرائیلي بمباریو د شهیدانو شمیر ۱۸۴ تنو ته ورسید.
د بله پلوه په غزه کې د ۷ ورځني موقت اوربند نه وروسته اسراییلي ځواکونو یو ځل بیا د وحشتونو په ښودلو سره د اسراییلو په بمباریو کې د خبریالانو په ګډون ۲۴۰ تنه شهیدان او تر ۶۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.
اسرائیلو د خان یونس او رفح په ګډون په مختلفو سیمو کې له ۲۰۰ څخه زیاتو ځایونو ته د بمباریو تر څنګ د رفح له لارې له فلسطینیانو سره مرستې هم بندې کړې دي.
پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې حماس هم پر اسرائیلي ښارونو لسګونه راکټي بریدونه پیل کړي، چې له امله یې په تل ابیب کې هم سایرن غږېدل.






