د پاکستان تحريک انصاف چيف اليکشن کمشنر نياز الله نيازي د انټرا پارټيز انتخاباتو د پرامنه ترسره کولو لپاره اليکشن کميشن ته خط ليکلي

0
278

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيف اليکشن کمشنر نياز الله نيازي د انټرا پارټيز انتخاباتو د پرامنه ترسره کولو لپاره اليکشن کميشن ته خط ليکلي او د خېبرپښتونخوا آئي جي او چيف سيکرټري نه ئي د امنيت غوښتنه کړې ده۔

چيف اليکشن کمشنر پي ټي آئي نياز الله نيازي اليکشن کميشن آف پاکستان ته په يو خط کښې ليکلي دي چې پي ټي آئي د نومبر د ٢٣مې فيصلې په تناظر کښې د دسمبر په دويمه د انټر پارټيز انتخابات کوي چې پکښې د پولنګ ورځ ټاکلې شوې ده۔

نياز الله نيازي اليکشن کميشن ته ليکلي چې د پولنګ لپاره پيښور انتخاب شوې دې۔ نو ځکه باید د امنیت لپاره آی جی پي او چیف سیکرټري ته هدایات جاري کړل شي چې د ګوند دننه انتخابات په سوله ییزه توګه ترسره شي.

بل اړخ ته د خېبرپښتونخوا پوليس نن د پي ټي آئي انټرا پارټي انتخاباتو لپاره د سيکورټي ورکولو اعلان کړے دے او ايس ايس پي آپريشنز به پخپله د سيکورټي څارنه کوي۔

د پي ټي آئي د چيف اليکشن کمشنر په غوښتنه اليکشن کميشن د خيبرپښتونخوا چيف سيکرټري او آئي جي خيبرپښتونخوا ته د سيکورټي انتظامات کولو هدايات کړي وو۔

Leave a reply