د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر د کویت هیواد له ولیعهد شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح سره د پاکستان لپاره د ګټه کولو او مهمو موضوع ګانو باندې خبرې کړي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر د کویت هیواد له ولیعهد شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح سره وکتل.
په کويټ ښار کې ترسره شوې دغه غونډه کې دپوځ سرلښکر سره دقانون نگران وزير احمد عرفان اسلم او دپوځ لوړ پوړي پلاوي هم موجود وؤ.
په دې موقع د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔له دې وړاندې نگران وزيراعظم کويت ته هم تللى و چرته چې هغه دکويت چارواکو سره ليدنه کړې وه.
کويت ته د خپل سفر په مهال نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ البيان محل ته ورسېدو چرته چې د کويټ لومړي مرستيال وزيراعظم شيخ طلال الخالد الاحمد الصباح د هغه هرکلے وکړو او د کويټ اميري ګارډ ورته ګارډ آف آنر وړاندې کړو.
البيان محل ته د وزيراعظم د رسېدو په موقع د پاكستان او كوېټ ملي سرودونه هم وغږول شول۔
د وزيراعظم په پلاوي کې نگران وزيران او وزيراعلي محسن نقوي هم شامل وو، په دې موقع د دواړو هېوادونو د پلاويو ترمنځ خبرې اترې هم وشوې.




