د شمالي کوریا پوځي سپوږمکۍ په ارام سمندر کې د امریکا له اډې څخه عکسونه اخستي دي

رویټرز د شمالي کوریا د دولتي رسنیو “KCNA” په حواله راپور ورکړی چې د شمالي کوریا نوې فضايي جاسوسي سپوږمکۍ توانیدلې چې د سپینې ماڼۍ، پنټاګون او په آرام سمندر کې د امریکا د پوځي اډو عکسونه واخلي.
KCNA د سه شنبې په ورځ وویل چې دا عکسونه د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون لیدلي دي.
تیره اونۍ پیونګ یانګ خپله لومړۍ پوځي جاسوسي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره فضا ته وتوغوله. ویل کېږي چې د دغې سپوږمکۍ اصلي موخه د امریکا او جنوبي کوریا د پوځي خوځښتونو څارنه ده.
(2023 / 11 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
رویټرز د شمالي کوریا د دولتي رسنیو “KCNA” په حواله راپور ورکړی چې د شمالي کوریا نوې فضايي جاسوسي سپوږمکۍ توانیدلې چې د سپینې ماڼۍ، پنټاګون او په آرام سمندر کې د امریکا د پوځي اډو عکسونه واخلي.
KCNA د سه شنبې په ورځ وویل چې دا عکسونه د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون لیدلي دي.
اړوند موضوعات:
روسیې ته د وسلو د ورکولو د احتمال په اړه شمالي کوریا ته د امریکا خبرداری