په ټوله نړۍ کې پر غزې د اسراییلو د وحشت او بربریت پر ضد لاریونونه دوام لري.
د جاپان په پلازمینه توکیو کې هم مظاهره چیانو په غزه کې د نسل وژنې د بندولو او د فلسطین د آزادولو غوښتنه کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
په ټوله نړۍ کې پر غزې د اسراییلو د وحشت او بربریت پر ضد لاریونونه دوام لري.
د برتانیې په لندن ښار کې له فلسطینیانو سره د پیوستون د څرګندولو په موخه یوه لویه مظاهره ترسره شوه، زرګونو کسانو په غزه کې د فلسطینیانو په حق کې په یوه لاریون کې د موقتي اوربند غوښتنه وکړه.
په سلګونو مظاهره چیانو په غزه کې د اسراییلو د جګړې د ملاتړ په خاطر د استرالیا د مرستیال لومړي وزیر د دفتر په دیوالونو او کړکیو کې د فلسطین بیرغونه ځړول.
له بلې خوا د جاپان په پلازمینه توکیو کې هم مظاهره چیانو په غزه کې د نسل وژنې د بندولو او د فلسطین د آزادولو غوښتنه وکړه.
په يمن کې له فلسطينيانو سره د پيوستون د څرګندولو په موخه لاريون وشو، چې په ترڅ کې يې زرګونو کسانو د فلسطين بيرغ اوچت کړ او د فلسطين په ملاتړ يې شعارونه ورکول.






