د ګډو ګټو خپلواکه دولتونه: له افغانستان څخه سیمې ته د مخدره موادو قاچاق دوام لري

د ګډو ګټو خپلواکه دولتونه: له افغانستان څخه سیمې ته د مخدره موادو قاچاق دوام لري
د ګډو ګټو خپلواکې ټولنې د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق د سیمې لپاره یو ګواښ بللی دی.
دغه اتحاديه وايي، له افغانستان څخه سيمې ته د نشه يي توکو قاچاق دوام لري.
(2023 / 11 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ګډو ګټو خپلواکې ټولنې د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق د سیمې لپاره یو ګواښ بللی دی.
دغه اتحاديه وايي، له افغانستان څخه سيمې ته د نشه يي توکو قاچاق دوام لري.
روسيې، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د جمعې په ورځ (د قوس درېيمه) له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق په اړه ګډه اعلاميه خپره کړه.
په دغه بیان کې چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په ویب پاڼه کې خپره شوې، د مشترک المنافع هېوادونو خپلواکې ټولنې له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د مخدره موادو د قاچاق پر دوام اندېښنه ښودلې ده.
په دغه بیانیه کې راغلي دي: «موږ له افغانستان څخه د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې د ننګونو په اړه اندیښمن یو.
اړوند موضوعات:
د آنلاین پلورنځي پلیټ فارمونو له لارې د مخدره توکو قاچاق څرګند شوی.
موږ د میتامفیتامین، کوکاین، چرس او نورو صنعتي مخدره توکو په اړه اندیښنه څرګندوو. روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې لپاره د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.





