د بشری بي بي پخواني خاوند خاور مانیکا د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې پر ضد عریضه کړې
خاور مانیکا د اسلام آباد په ضلعی او سیشن عدالتونو کښې درخواست جمع کړے دے چې پکښې د مفتی سعید، عون چوهدری او محمد لطیف نومونه د ګواهانو په توګه لیکل شوی دي.

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د بشری بي بي پخواني خاوند خاور مانیکا د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې پر ضد عریضه کړې ده.
خاور مانیکا د اسلام آباد په ضلعی او سیشن عدالتونو کښې درخواست دائر کړے دے چې پکښې د مفتی سعید، عون چوهدری او محمد لطیف نومونه د ګواهانو په توګه درج شوی دی.
د بشرا بي بي پخواني خاوند د سول جج په عدالت کې خپل بيان ريکارډ کړی او په درخواست کې يې وئيلي دي چې د پي ټي ائي چيئرمېن د بشرا بي بي سره غير قانوني نکاح کړې وه ، هغه په درخواست کښې لیکلي چې خان د عدت په مهال د بشرې بي بي سره واده کولو سره ګناه کړې ده او بشری بی بی سره ی له یو فراډ له لارې واده کړې دې.






