د پاکستان د پیپلز ګوند سناتور وقار احمد له شهباز شریف سره تر لیدو وروسته په پاکستان مسلم لیګ (ن) کې د شاملېدو اعلان وکړ

0
65

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پیپلز ګوند سناتور وقار احمد له شهباز شریف سره تر لیدو وروسته په پاکستان مسلم لیګ (ن) کې د شاملېدو اعلان وکړ.

خبري غونډې ته په وينا کې سينيټر او پخواني وزير وقار احمد وويل چې د بي بي شهيد نه وروسته په ګوند کې د خلکو د اړيکو حيثيت بدل شوی دی.
د پارلمان پخوانیو غړو مخدوم مبین عالم، مسعود عالم او نورو هم په مسلم لیګ (ن) کې د شاملیدو اعلان کړی دی.

د پاکستان مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف په مسلم ليګ (ن) کې د پيپلز پارټۍ د مشرانو د شامليدو په موقع وويل مسلم ليگ (ن) به په انتخاباتو کې گټلو وروستو خلکو ته د اقتصادي پرمختيا تحفه ورکوي.

ده ووئيل چې د نواز شريف په مشرۍ كښې د وفاق او يونټ وسائل زيات شوي٬ د وفاق نمايندګي٬ قوت او پرمختګ د مسلم ليګ ن مشن دى۔

Leave a reply