د نيب ډپټي چيئرمېن سهيل ناصر د مياشتي 15 لاکه روپو او مراعاتو منظوري ورکړې شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: نگران وفاقي کابينې د ډپټي چيئرمېن نيب او پراسيکيوټر جنرل نيب د تنخواګانو او مراعاتو منظوري ورکړې ده۔
د ذرائعو ترمخه د نيب ډپټي چيئرمېن سهيل ناصر د مياشتي 15 لاکه روپو او مراعاتو منظوري ورکړې شوې ده او د پراسيکيوټر جنرل نيب سيد احتشام شاه د مياشتي 16 لاکه 58 زره روپو او مراعاتو منظوري ورکړې شوې ده۔
سرچينې وائي چې ډپټي چيئرمېن نيب ته به 500 ليټره پټرول، بجلۍ، گيس او نور الاؤنسونه د هائي کورټ د جج برابر وي، په داسې حال کې چې پراسيکيوټر جنرل نيب ته به 600 ليټره پټرول، د ډرائيور سره يو گاډى، بجلي، گيس او نور الاؤنسونه ورکول کيږي. د سترې محکمې د قاضي سره مساوي امتیازات
سرچينې زياته کړې چې د نېب مرستيال او پراسيکيوټر جنرل نیب ته به هم د ریکوري په اړه بونس ورکول کېږي.
دسرچينو ترمخه دقانون دوزارت په سمري کې دسرکوليشن په ذريعه وفاقي کابينې څخه منظوري اخستې شوې اؤ دتنخواګانو اؤ مراعاتو منظوري دنيب چيئرمين نذيراحمد په تجويز ورکړل شوې ده.






