په پېښور کې د واده په ورځ د زوم د وژلو تورن نيول شوی دی.

0
90

باغي ټي وی رپورټ

د نومبر په ۱۱مه په چارسده روډ باندې د جلوس په مهال د زوم په ګاډي ډزې شوي چې په نتيجه کې يې زوم وژل شوی او ورور يې ژوبل شوی دی.

د پوليسو وينا ده چې د زوم د وژلو ملزم جلال او ناوې ثمرين نيولي شوي دي، ملزمانو وئيلي دي چې د مقتول عدنان ناوې يې خوښوله.

د پولیسو په وینا، تورن په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې له ناوې سره یې له څو کلونو راهیسې دوستي درلوده او هغه هم د هغه د تره زوی وه.

پوليس زياتوي چي د پيښي نه پس د پلټنو په لړ کښي ناوې هم نيولي شوي او د ملزم نه ئي د قتل وسله هم برآمد کړي ده۔

پيښور کښي ايس ايس پي اپريشنز کاشف آفتاب عباسي يو خبري کانفرنس ته اوويل چي زوم دوه ورځي وړاندي په فقير آباد کښي وژلے شوے وو چي وروسته ملزم جلال او ناوې ثمرين نيولي شوي وو او پيښور کښي ئي د پيښور مائنډ کردار ادا کړے وو۔

د ايس ايس پي آپريشنز ترمخه د ملزمانو سره څه د پاسه يو کال راهسې اړيکه وه، دواړو غوښتل چې يو بل سره واده وکړي خو کورنۍ يې مخالفه وه، د پيښې په ورځ ناوې د مختلفو نمبرونو نه ملزمانو ته لوکيشن ورکړو۔ کورنۍ یې تورن واده ته اړ کړی و.

Leave a reply