په ټول هېواد کې د تول سرو زرو بيه لوړه شوې ده.

0
91

باغي ټي وی رپورټ

د يو توله سرو زرو بيه ٨٠٠ کلدارې لوړه شوې، چې له دې وروسته په هېواد کې د يو توله سرو زرو بيه ٢١١٨٠٠ کلدارو ته رسېدلې ده.

د دې تر څنګ د ۱۰ ګرامه سرو زرو بيه له ۶۸۶ کلدارو ۱۸۱۵۸۴ کلدارو ته لوړه شوې ده.

بل خوا په نړيوال بازار کې د سرو زرو بيه د دوه ډالرو په زياتوالي سره ١٩٤٠ ډالرو ته رسيدلې ده.

په پاکستان کې د سرو زرو په نړيواله بيه د يو اونس د ٢٠ ډالرو په اضافه کولو سره ١٩٦٠ ډالره ده.

Leave a reply