پوليسو په سهراب ګوټ الآصف چوک کې د غيرقانوني مهاجرينو په ضد د لټون عمليات کړي چې پکې د 100 نه زيات شکمن کسان نيول شوي دي.

باغي ټي وی رپورټ
د پوليسو وينا ده چې که چرې دشکمنو کسانو تفصيلات بشپړ نۀ شول نو هغوي به هولډنگ کيمپ ته منتقل کړل شي.د دې ترڅنگ په عملياتو کې ښځينه چارواکو هم برخه اخستې وه.
د ايس پي سهراب گوټ عزير احمد وينا ده چې د سرچ اپريشن په مهال د 500 فليټونو پلټنه شوې چې پکښې 300 کسان نيول شوي دي.
ايس پي عزيز احمد وئيلي دي چي شکمن کسان دي هولډنګ کيمپ ته منتقل کړے شوي دي ځکه چي معلومات مکمل نه دي۔
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې په غير قانوني توګه مېشتو بهرنيانو ته د اکټوبر تر ۳۱مې له پاکستانه د وتلو مهلت ورکړی و، چې اوس يې موده تېره شوې ده.






