د مسلم ليګ (ن) مشر خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د هيچا مائنس کول د مسلم ليګ (ن) ايجنډا کښې شامل نه دي، مونږ د ټولو هغو کسانو منندويه يو چې په دې باور دي چې نواز شريف به وزيراعظم شي۔

0
67

باغي ټي وی رپورټ

په کراچۍ کې د مسلم ليګ نون مشرانو سره دخبرو په مهال خواجه سعد رفيق وويل کراچۍ ښار ته دڅو لسيزو راهسې هيڅ توجه نۀ ده شوې، ديو سوچه پلان لاندې کراچۍ په کنډوالو بدله شوې ده.

خواجه سعد رفيق زياته کړه چې دا وخت زمونږ ټوله توجه په سندهـ ده، نوازشريف کراچۍ ته د ګرين لاين تحفه ورکړه او په کافور باندې هم کار وشو، په کراچۍ کې د امن او امان بحالۍ کريډټ نواز شريف ته ځي.

نوموړي وويل، چې له جي يو آئي او ايم کيو ايم سره لا دمخه دا پرېکړه شوې وه، چې دوی به په ګډه ټاکنې کوي، نن به د ايم کيو ايم پاکستان له مشرانو سره د ليدنې لپاره بهادر اباد ته ځي.

سعد رفیق ویلي سیاسي اختلافات په خپل ځای پاتې شي، خو خبرې هم وشي، تحریک انصاف د پاکستان سیاست ککړ کړی، ټولنیزې اړیکې باید ماتې نه شي او رابطې باید وساتل شي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل کله چې انتخابات رانزدې کيږي نو سياستوال خبرې کوي، زمونږ هم دا کار کوي، چا وويل چې دا سياسي بيانونه به راتلل او روان وي، هيڅ يو تنظيم يا ګوند په يواځې ځان دا هيواد نۀ شي ښه کولى، مونږ يې بچ کړو. له افلاس څخه

د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي چې نواز شريف به د نومبر په څوارلسمه نيټه دوه ورځنې د بلوچستان دوره کوي، مونږ له ټولو ګوندونو سره ښې اړيکې لرو، مونږ به هغه ګوندونه سره ملاقات وکړو چې پکې سياسي اتحاد جوړ شي۔

ده ووئيل د راتلونكو نسلونو روزلو او له ګپ شپ څخه لرې ساتل ضروري دي۔بلوچستان ته د نواز شريف د دورې په موقع به ځينې كسان په مسلم ليګ (ن) كښې شامل شي۔

Leave a reply