د شخصي موټرو د تګ راتګ لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ تفاهم

افغان لوري هم له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته د ایراني شخصي او سوداګریزو موټرو د تګ راتګ لپاره د لازمو شرایطو برابرولو ته چمتووالی ښودلی دی.
په دې ناسته کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پنځه سندونه، په ځانګړې توګه د ترانزیت او نړیوال سړک ترانسپورت د ګډې کمیټې (د ګډ کمیسیون تر چتر لاندې) د دقیقو جزیاتو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د ګډ کمیسیون د غونډې د هوکړه لیک سند هم لاسلیک شو.
(2023 / 11 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د شخصي موټرونو په واسطه د مسافرینو او سیلانیانو د تګ راتګ د اسانتیاوو د برابرولو له پلان سره سم، د ایران او افغانستان د ټرانسپورټ د ګډې کمیټې د موافقې سند په تهران کې لاسلیک شو.
د ګرځندوی او موټر چلونې د مرکز د اعلامیې له مخې، د همکاریو دغه سند د افغانستان د موقت حکومت د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ له افغانستان څخه د یوه ۳۰ کسیز اقتصادی پلاوی د وروستی سفر په ترڅ کې لاسلیک شو.
افغان لوري هم له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته د ایراني شخصي او سوداګریزو موټرو د تګ راتګ لپاره د لازمو شرایطو برابرولو ته چمتووالی ښودلی دی.
اړوند موضوعات:
پاکستان؛ ایران سره پر پوله د وسله والو برید کې څلور تنه پوځي سرتېري وژل شوي