د راولپنډۍ اډياله جيل کښې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين او پخواني وزيراعظم عمران خان او د وائس چيئرمين او پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي خلاف د نن ورځي د اوريدنې دننه کيسه مخې ته راغلې ده۔

0
175

باغي ټي وی رپورټ

د سرچينو ترمخه عمران خان اؤ شاه محمود قريشي نن دپي ټي ائي دوکيلانو دنه موجوديت څخه ناخبره وؤ اؤ دپي ټي ائي چيئرمين دوکيلانو په غيرحاضري دجج په اشاره حيرانتيا څرگنده کړه.

سرچينې وائي چې قاضي ابوالحسنات دپي ټي ائي مشر ته وويل چې عدالت پرته له کوم خنډه اوريدنه غواړي، تاسو خپلو وکيلانو ته ووايئ چې اوريدنه دې په جدي توګه ترسره کړي.

د سرچينو له مخې عمران خان دوکيلانو په غير حاضرۍ دپوهيدو په اړه ناخوښي څرګنده کړه.

سرچينې وائي دعدالتي کارروايۍ په مهال د اډياله جيل بهر دبم موجوديت هم ياد شوى اؤ قاضي ابوالحسنات عمران خان ته وئيلي چې اډياله جيل ته راتلل خپل ژوند په خطر کې اچوي، دپي ټي ائي وکيلان دعدالتي کارروايۍ په انتظار دي.

سرچينې وائي په اډياله جيل کې دسيفري مقدمې اوريدنې لپاره يو نوى کمره جوړه کړې شوې ده، په دغه نوي هال کې د١٠٠ؤ څخه دزياتو ناستو گنجائش دى.

دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي وکيلانو په اعتراض کې قاضي دنوى کميټۍ جوړولو احکامات جاري کړل چې هري اوريدنې ته به دپي ټي ائي دچيئرمين شاه محمود قريشي دکورنۍ پنځه غړي حاضر وي.

ياده دي وي چي د ريفرنس کيس کښي د عمران خان او شاه محمود قريشي وکيلانو پيش نه کولو له وجي د شاهدانو بيانونه ريکارډ نه کړے شوي او سماعت تر څوارلسم نومبر پوري ځنډولي شوي دي۔

Leave a reply