سټيټ بينک آف پاکستان د وفاقي حکومت د قرض تفصيلات جاري کړي دي۔

0
178

باغي ټي وی رپورټ

د سټيټ بينک لخوا جاري شوي شميرو له مخې حکومت د جولائي نه تر ستمبر 2023ء پورې 1450 اربه روپۍ قرضې اخستي دي.

د سټيټ بينک په تفصيلاتو کښې وئيلي شوي دي چې تر ستمبر 2023ء پورې د وفاقي حکومت قرضه 62 زره 291 اربه روپۍ وه.

د سټيټ بينک ترمخه د کال 2023م تر ستمبر پورې د حکومت کورنی قرضه 39 زره 697 اربه روپۍ او بهرنۍ قرضه 22 زره 593 اربه روپۍ وه.

د دې نه علاوه سټيټ بينک آف پاکستان د اکتوبر مياشتي د بينکنګ ډيټا هم جاري کړي ده۔

د سټيټ بينک له مخې په اکتوبر 2023 کې د بنکونو ذخيرې 79 اربه روپۍ زياتې شوې چې له هغې وروستو د بانکونو ذخيرې 26 زره 397 اربه روپۍ پاتې دي.

د سټيټ بينک په تفصيلاتو کې وئيل شوي چې په اکتوبر مياشت کې بينکونو د 40 اربه روپو قرضونه ورکړي دي ، د همدې مياشتې پورې د بينکونو د قرضونو حجم 11 زره 897 اربه روپۍ ؤ.

د سټيټ بينک ترمخه په اکتوبر کښې د بنکونو سرمايه کارۍ حجم 610 اربه روپۍ وو په داسې حال کښې چې تر اکتوبر پورې د سرمايه کارۍ حجم 23 زره 232 اربه روپۍ وو.

د دې نه علاوه د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې 3.17 ملیارده ډالر د بهرنیو پورونو په خدمت کې لګول شوي، په داسې حال کې چې 2.017 ملیارده ډالر د جولايي څخه تر سپټمبر 2023 کې په اصلي پورونو مصرف شوي.

د دولتي بانک په وینا، د جولای او سپتمبر 2023 ترمنځ، د پور سود تادیاتو لپاره 1.157 ملیارد ډالر مصرف شوي.

Leave a reply