افغان سیاستوالې اکزیفونډیشن جائزه تر لاسه کړه  

0
104

افغان سیاستوالې اکزیفونډیشن جائزه تر لاسه کړه  

د #OXI فونډیشن دغه نړیواله جایزه په تیرو کلونو کې د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن او ګڼو نورو تر څنګ د بشر د حقونو فعالینو نادیه مراد او جمال خاشاقچي هم ګټلې وه چې سږ کال افغانې نجلۍ ظریفه غفاري او د کیوبا هیواد د بشر د حقونو مدافع لویس مانویل ته چې دمګړۍ هم زنداني دی ورکړل شوه.

 

(2021 / 10  30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغانستان ځوانې سیاستوالې ظریفه غفاري په واشنګټن کې د #oxidayfoundation نړیوال بنسټ له لوري د 2021 کال #oxicourage ایوارډ تر لاسه کړ.
د #Oxi فونډیشن دغه جایزه هر کال د نړۍ هغو مبارزینو ته ورکول کیږي چې تر نورو لا ډیر یې په ستونزمنو شرایطو کې د بشري حقونو، انساني خپلواکۍ او د میرمنو د حقونو د خوندیتوب په برخو کې ځانګړې وړتیا او زړورتیا ښودلې وي.
د #OXI فونډیشن دغه نړیواله جایزه په تیرو کلونو کې د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن او ګڼو نورو تر څنګ د بشر د حقونو فعالینو نادیه مراد او جمال خاشاقچي هم ګټلې وه چې سږ کال افغانې نجلۍ ظریفه غفاري او د کیوبا هیواد د بشر د حقونو مدافع لویس مانویل ته چې دمګړۍ هم زنداني دی ورکړل شوه.
میرمن غفاري وایي چې دا په اصل کې د هغو افغان مبارزو نجونو کټلې جایزه ده چې دمګړۍ په هیواد کې د ننه په جدي مبارزه بوختې دي او زیاته یې کړه چې له دې فرصت څخه په استفادې یې په افغانستان کې د روان بشري ناورین، د میرمنو د حقونو د نقض، د موجوده لوږې، بې کارۍ، افغان کډوالو د روان حالت او هدفي وژنو په اړه دکانګریس غړو، وکیلانو او مدني فعالینو ته مهمه وینا هم درلوده چې تصویري کلیپونه به یې وروسته نشر ته وسپارل شي.

Leave a reply