د پاکستان تحريک انصاف وياند شعيب شاهين د قامي اسمبلۍ د پخواني سپيکر اسد قيصر د نيولو پړه د پاکستان پيپلز پارټۍ پارلېماني مشر پرويز خټک باندې اچولې ده.

0
121

باغي ټي وي رپورټ

شعیب شاهین د جیو نیوز پروګرام نوي پاکستان کې د خبرو پر مهال وویل چې د پرویز خټک د رول په اړه پخپله اسد قیصر ورته ویلي وو.

شعیب شاهین وویل چې اسد قیصر د پرویز خټک یو حریف په تحریک انصاف کې شامل کړی وو نو د اسد قیصر د معلوماتو له مخې د هغه په ​​نیولو کې د پرویز خټک رول دی.

ياده دې وي چې اسد قيصر دوه ورځې وړاندې د اسلام اباد په بني ګاله سيمه کې له خپل کور څخه نيول شوى و او تېره ورځ محکمې ته وړاندې شوى و، چې عدالت ورته په جوډيشل ريمانډ جيل ته د لېږلو امر کړى و.

له دې وړاندې شعیب شاهین ویلي وؤ چې نگران حکومت په نیول کیدو سره ثابتول غواړي چې پي ټي ائي باید مات شي.

Leave a reply